تخارکې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
دکډوالو چارو وزارت له لورې د تخار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د سلواغې په ۱۵مه د والي په شتون کې ۷۸۸بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ولايتي شورا استازو، مدني ټولنې رئيس او دکډوالو چارو زوارت د پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ويلو ده،چې يادې کورنۍ څه موده وړاندې هم د لازمو بشري مرستو څخه برخمنې شوې وې.