کونړکې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۴مه د والي دمرستيال په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۵۶۱۶ افغانې نغدې ورکړل شوې.