کندزکې دراستنېدونکو دبيايوځای کېدو ناسته وشوه

sadam_morr

د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست د سلواغې په ۱۲مه د ارستنېدونکو د بيايوځای کېدو نهمه ناسته د کابل ولايت دټولنيزو چارو دسلاکار دمرستيال، دولتي ادارو رئيسانو او اړوندو موسسو استازو په شتون کې وکړه.

په ناسته کې د اړمنو،دمالي کال کاري پلان،دکارموندنې په برخه کې مرستې، خوراکي او غير خوراکي مرستې، د اړمنو سروې، بېوزلو ته دکورونوجوړولو، د اوبو د ۱۰۰ ژورو څاګانو کېندلو،د کوچنيو سوداګريو په برخه کې ملاتړ، کاري او حرفوي زده کړو زمينې برابرولو او د ټولو هغو ماشومان د  چټکو زده کړو په برابرول چې له زده کړو څخه بې برخې دي خبرې وشوې.