بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې دبدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۳ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سميوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۲مه هرې کورنۍ ته ۳ بوجۍ اوړه، ۱۴کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.