فارياب کې ۱۰۴۵ بېځايه شوې کورنۍ د نغدي مرستو څخه برخمنې شوې
د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۴۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغلې په ۲مه د والي په شتون کې ۵۷۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶۶۳۰ افغانۍ او ۴۷۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۳۳۱۵ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.