بغلان کې بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه
د DACAR موسسې له لورې د بغلان ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۳۹ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دسلواغې په ۲مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.