کډوالو وزیر د راستنېدونکو دکارموندنې په برخه کې د بريتانیاڅخه دهمکارۍ غوښتنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳
وزیر امور مهاجرین خواهان همکاری بریتانیا در زمینه اشتغالزایی برای عودت کنندگان گردید

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د مرغومي په ۲۴مه په کابل کې د بريتانيا هېواد دسفير مرستيال جايلز ليور سره ليدنه وکړه او له هغه څخه يې غوښتنه وکړه،چې د راستنېدونکو د کارموندنې په برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري وکړي.

په دغه ليدنه کې چې په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، دافغانستان او بريتانيا په ګډې همکارۍ د کډوالو دمديريت په اړه خبرې وشوې او بريتانیا دسفير مرستيال د کډوالوچارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې دکډوالو په برخه کې دې لا زياته همکاري وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزيرسيد حسين عالمي بلخي په دغه ناسته وويل، چې افغان حکومت د بريتانيا هېواد سره په لاس ليک شوي هوکړه ليک ژمن دی او کډوالو چارو وزارت ددغه هوکړه ليک په اساس دکډوالو دمديريت په برخه کې لازم عمل وکړي.

هغه زياته کړه چې نړيوالې ټولنې راستنېدونکو  دکارموندنې دنه پاملرنې په برخه کې هغوی بياځلې غيرې قانوي کډوالۍ ته اړکيږي.

عالمي بلخي د بريتانيا دسفير دمرسيتال د پوښتنې  په ځواب کې وويل، چې کډوالوچارو وزارت دملي وحدت حکومت په پيل کې دپاکستان حکومت د مسؤلينو سره ددغې موضوع له مخې منلې چې کډوالوسره سیاسي برخورد نه کوي. له هغې وروسته پاکستان دافغان کډوالوسره بشردوستانه عمل کوي او په پاکستان کې دافغان کډوالو وضعيت ښه دی.

دمعلوماتو په اساس په تېرو پنځوکلونوکې په عادي ډول ۴۰۰ تنه دکار په موخه ايران ته کډوالوشوي اوهمدغه شمېرې بېرته افغانستان ته راستنيږي. په ۲۰۱۸ کال کې دايران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کې دوه برابره ډيروالی راغلی وچې ددې نه علاو ۶۰ زره تنه په ۲۰۱۸ کال او  ۱۸۰ زره په ۲۰۱۹ کال کې دايران له لارې اروپايي هېوادونوته دتګ په موخه ترکيې ته تللي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۷:۴۳
Background image

د مهاجرینو چارو په وزارت کې د راستنېدونکو د غوره ملاتړ په موخه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ په ریاست کې پنجشنبه د غویي ۲۷ مه د مهاجرت نړیوال سازمان د استازي په شتون کې د راستنېدونکو مهاجرینو د غوره ملاتړ په موخه ناسته وشوه.
د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۷:۴۳
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب ولایت له دوو تنو مسولینو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت له دوو تنو مسولینو، د پښتون کوټ ولسوالۍ ولسوال ښاغلي مولوي عبدالوکیل متوکل او د فاریاب ولایت. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۷:۴۳
Background image

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د وزارت د یو شمېر رئیسانو په ملتیا د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او. . .

بېرته خبرونه ته