پکتيکا کې بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د ORCD موسسې له لورې د پکتيکا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د ارګون او سروبي ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۵مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.