زابل کې د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰ اړمنو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۳مه هرې کورنۍ ته ۳ بوجۍ اوړه، ۳ قوطۍ غوړي، نيمن دال او يوه کيلومالګه د دغه ولايت دوالي په شتون کې ووېشل شوه.