سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
د DACAR او ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۳ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۲۸مه هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۲ مردانه پټوان، ۲ ښځينه پټوان، ۲ رسۍ، ۲ ترپالونه،دماشومانو جمپرونه، ۱جان پاک ، ۲ شلتر کېټونه، بېلچه،کلنګ اويوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوې.