سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۲۱مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلواوړه، ۱۴کيلوغوړي، ۴ کيلو بېسکوېټ، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.