کندهار کې ۱۵ تنه راستنېدونکي د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵ تنه راستنېدونکي ټولنې ته د خدمت په موخه د حرفوي زده کړو سندونه ورکړل شول.
دغه راستنېدونکو۹ مياشتې وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د تعلقانو سيمه کې د حرفوي زده کړو په مرکز کې شامل شوي و، چې د ليندۍ په ۱۸ مه ترې فارغ شول.
د کندهار ولايت دکډوالو چارو رئيس د يادو برنامو د زياتوالي ډاډ ورکړل ويې ويل،چې دروان مالي کال دپيله تراوسه دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست د مرستندويه ادارو په ملاتړ ۱۸۱۱ تنه راستنېدونکي او داخلي بېځايه شوي د ۱۸ بېلابېلو حرفوي زده کړو څخه فارغ او ټولنې ته يې وړاندې کړي، ترڅو د کورنيو ستونزې ددې لارې څخه حل او ځان بساينه پرلوري حرکت وکړي.