غورکې داخلي بېځايه شوو سره دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۶ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۹مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.