تخارکې ۴۰۰۰  کورنيوته ژمنۍ مرستې پيل شوې

sadam_morr

د CONCERN موسسې له لورې دتخار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او ژمنۍ مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د يو شمېر سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۷مه هرې کورنۍ ته ۱۵ او شپږ سوه افغانۍ نغدې او يو يو جوړ ژمنۍ بستره ووېشل شوه.