کندز کې ۱۱۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr

د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ،چې د نا امنيو له امله د بغلان ولايت او کندز ولايت د دشتي ارچي، خان آباد او علي آباد ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۷مه هرې کورنۍ ته ۱۹ زره افغانۍ نغدې  ورکړل شوې.