کندهارکې د داخلي بېځايه شوو تطبيقي پلان دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو
د کډوالو چارو زارت د تخنيکي ټيم له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د داخلي بېځايه شوو تطبيقي پلان دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
ياد ورکشاپ دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست کې ترسره شو،چې پکې د ولايت مالي او اداري مرستيال، کندهار د کډوالو چارو رئيس، د ۲ بنسټونو رئسانو، ولايتي شورا، مدني فعالانو، د داخلي بېځايه شوو استازو او يو شمېر رسنيو ګډون کړی و.
دولايت مرستيال د ذکر شوي پلان په ترتيب کې خپله همکاري اعلان کړه، وروسته دکندهار ولايت د کډوالو چارو رئيس د ياد پلان په اړه لنډې خبرې وکړې او ټولو ګډونوالو څخه يې دهمکاريو غوښتنه وکړه، د وزارت تخينکي ټيم کاري ډلو پېژندل شوو پوښتنوته ځوابونه وړاندې کړل. په پای کې دولايت مقام ډټولنيزو چارو مرستيال د ګډونوالو نظريات جمعه بندي او برنامه پای ته ورسېده.