لوګر کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د DRC,PIN,DACAAR او RIC موسسې له لورې د لوګر ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۲۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يو شمېر سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۵مه هرې کورنۍ ته ۲۷ زره افغانۍ نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.