کندز کې ۳۱۲ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د کندز ولايت دکډالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۲ بېځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د دشتې ارچي ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۵مه هرې کورنۍ ته کمپلې، ژمنۍ بستره او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.