ننګرهارکې ۱۲۲ تنه دحرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول

sadam_morr
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د کنړولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د حرفوي زده کړو ۱۲۲ تنو فارغانوته د فراغت سندونه او کاري وسايل ورکړل شول. يادو راستنېدونکوته د سولر جوړولو او مبايل جوړولو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې وې، چې د لړم په ۲۹مه هر تنه د فراغت سند ترڅنګ کاري وسايل ورکړل شول.