بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي موادو مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بدخشان ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۲۸۹ بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۲۲مه هرې کورنۍ ته کمپلې، ترپال او د پخلنځي مکمل
سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.