بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشو
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) او ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې ۳۴ بېځايه شوو کورنيو سره خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله دبېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۹مه د خوراک نړيوال سازمان له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۰ لېتره غوړي، ۷ کيلو دالنخود، يوه کيلو مالګه اود ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې هرې کورنۍ ته دغير خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.