بغلان کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
-

تېره ورځ د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د مصلحت تپې سیمي په (صلح) کډوالو ښارګوټي کې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د ۸۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغې غونډه کې د بغلان د کډوالو چارو رییس ښاغلي ابراهیم عمري، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مخورو، کډوالو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.
د جومات د جوړولو چارې، د کډوالو چارو ریاست او اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د یوه بغلاني خیرخوا سوداګر له لوري پیل شوې وې.
د غونډې ګډونوالو د وینا پر مهال په اسلام کې د جومات جوړولو ارزښت، له ریا‌ء پرته د ښېګڼې کارونو کولو، د جومات ساتنې او په جماعت د لمانځه ادا کولو فضیلت په اړه خبرې وکړې.
دغه جومات د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته د لمانځه ادا کولو او نورو دیني چارو ترسره کولو لپاره د وړ ځای برابرولو په موخه جوړ شو.