بغلان کې ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د سرپناه سپارولو لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-


د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له ایران او پاکستان څخه ۲۰۰ جبري راستنو شویو کورنیو ته د روانې میاشتې په ۲۶مه د سرپناوو سپارولو لړۍ پیل شوه.
دغه سرپناوې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ په ۲۰۲۶ میلادي کال کې په ۱۱ کلاسټرونو کې جوړې شوې او ټاکلي ده، چې ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته وسپارل شي.
د وړاندې شویو معلومات له مخې، د هرې سرپناه لګښت ۲۹۳ زره او ۴۵۰ افغانۍ دی، چې شاوخوا ۴ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالره کېږي، د کار د مختلفو پړاونو تر بشپړلو وروسته په ۳ قسطونو کې د مستحقو کورنیو لپاره وړکړل شوي دي.
مسوولین وایي، چې د سرپناه سپارل له ټاکلو برنامو او تګلارې سره سم پیل شوي او څو راتلونکې ورځې به دوام وکړي.