تېره میاشت له شاوخوا ۲۱ زره کورنیو سره نیږدې د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې وشوې
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته د رسېدو په موخه، د خپلو مرستو پر دوام، په تېره تلې میاشت کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې له ۲۱ زره ۷۸۴ کورنیو سره د ۱۹۸ میلیونه ۲۸۷ زره ۴۸۶ افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.
د وزارت له دویمي واحدونو سره په همغږۍ، د همکارو بنسټونو له لوري دغه مرستې په کابل، پروان، بامیانو، کاپیسا، پنجشیر، پکتیکا، میدان وردګو، لوګر، ننګرهار، غزني، کونړ، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، نیمروز، بلخ، بغلان، جوزجان، فراه، سرپل، پکتیا، بدخشان، غور، کندز او تخار کې له زیانمنو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ژوند ښهوالي او اقتصادي ستونزو کمولو په موخه د نغدي مرستو، خوراکي توکو کڅوړو، سرپناه جوړولو او بیا رغولو، کاري بوختیاوو، د مدني اسنادو اخیستلو، ټولنیز خوندیتوب، له کوچنیو سوداګریو ملاتړ، د کورونو کرایې ورکولو او نورو مختلفو برخو کې شوې دي.
یاد وزارت د ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي، چې د راستنو او بېځایه شویو کورنیو وضعیت ته پوره رسېدنه وکړي او د بنسټیزو خدمتونو له مخې ورته د باعزته راستنېدنې، بیا مېشتېدنې او پر ځان بساینې زمینه برابره کړي.