د پاکستان له بندخونو تر ۲۰۰ زیات افغان کډوالو ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۵۲ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې ۱۵ تنه د سپین بولدک او ۲۳۷ تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.
دوی په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.