د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.
په دغې لیدنه کې ښاغلي راشد د یادې موسسې له همکاریو مننه وکړه او ښاغلي لم جوردن د موسسې د پروژو او افغانستان ته د خپل سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي جوردن د نړۍوالو ناستو او د نړۍ پر کچه همکارانو ته د موضوعاتو د لېږد په اړه خبر ورکړ او خوښي یې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د هېواد په هره برخه کې خدمتونه وړاندې کېږي.
ښاغلي راشد وویل، چې له ۵ تر ۷ میلیونونو کډوال هېواد ته راستانه شوي او د هغوی د ستونزو حل لپاره زیاتو مرستو ته اړتیا ده، اسلامي امارت پوره هڅه کوي، چې هغوی خپلو سیمو ته ولېږدوي.
د لیدنې پر دوام د راستنو شویو د بېلابېلو ستونزو په اړه خبرې وشوې او ښاغلي جوردن وویل، چې د راستنو شویو نظرونه یې راټول کړي او د ستونزو د حل لپاره به برنامې جوړې شي.
ښاغلي راشد د یاد وزارت له همکارۍ ډاډ ورکړ، اقلیمي او اقتصادي ستونزو ته یې اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې هېواد امن دی او په مختلفو پروژو کې همکارۍ دوام لري.
