هېواد کې تر سلو زیاتو کډوالو کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل، بادغیس، جوزجان، بغلان او سرپل کې له ۱۰۷ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۲۳ کورنیو سره ۳۶۹ زره او ۹۲۰ افغانیو، بادغیس کې ۶۰ کورنیو سره ۵۱۰ زره افغانیو، جوزجان کې ۸ کورنیو سره ۱۴۷زره افغانیو، سرپل کې ۵ کورنیو سره ۸۵ زره افغانیو او بغلان کې ۱۱ کورنیو سره ۶۴۵ زره او ۷۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري فراه کې ۱۳۶تنو ته د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۱۰۲ زره افغانۍ ورکړل شوې.