په ۵ ولایتونو کې تر ۴۰۰ له زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-
روانه اونۍ په بغلان، جوزجان، بدخشان، بادغیس او فراه کې له ۴۲۹ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د یاد وزارت د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته د موسسو په همغږۍ، بغلان کې د سرپناه جوړولو په موخه له ۲۶۸ کورنیو سره د ۱۱میلیونه ۳۳۵ زره او ۵۰۰ افغانیو، جوزجان کې له ۲۱ کورنیو سره ۳۶۶ زره او ۵۰۰ افغانیو، بادغیس کې له ۱۲۵ کورنیو سره ۸۳۲ زره افغانیو او فراه کې ۱۵ کورنیو سره ۲۳۱ زره او ۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري بدخشان کې ۱۰۵ راستنو شویو کسانو ته یو میلیون ۴۵۷ زره او۸۰۰ افغانۍ، غور کې ۲۰ بېځایه شویو، معلولو، بې سرپرستو او له ښوونځیو بې برخې ماشومانو ته ۲۶۳ زره او ۴۰۰ افغانۍ، کابل کې ۱۰۵ راستنو شویو مېرمنو ته یو میلیون ۱۵۵ زره افغانۍ او بادغیس کې ۴۴ راستنو شویو کسانو ته ۱۱۴ زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.