نیږدې ۴۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۸۹ تنه افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي پکې شامل او تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د راپورونو له مخې، له دغو کسانو ۳۲۹ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۶۰ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول.

یاد کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

له بند څخه د کډوالو ازادېدل او هېواد ته راتلل د ښه ژوند پیل دی، د مهاجرینو چارو وزارت ژمن دی، چې له هغوی سره په بیا مېشتېدنه کې مرسته وکړي، تر څو په هېواد کې نوي ژوند ته دوام ورکړي او د ټولنې په ابادۍ کې مرسته وکړي.