د جوزجان ولایت کډوالو ښارګوټي کې د اوبو څاه کیندلو چارې پیل شوې
د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د لار ښوونې له مخې، د زمري په ۵مه د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب کډوالو ښارګوټي کې د ۱۱۰ مټرو په ژوروالي د پاکو اوبو د څاه کیندلو چارې د یاد ولایت والي او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
په دغې پروژه کې د ژورې څاه کیندل، د پاکو اوبو رسولو شبکه او د ۲۰ زرو مکعبو مټرو په ظرفیت د اوبو دوه ذخیرې شاملې دي، د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت په دریو میاشتو کې بشپړې او ګڼو راستنو شویو کورنیو د پاکو اوبو ستونزه به حل کړي.
د مهاجرینو چارو وزارت په جوزجان کې دغه اقدام د کډوالو د لومړیو اړتیا پوره کولو او ژوند شرایطو ښه والي لپاره مهم ګڼي او د هغوی ملاتړ ته ژمن دی.