د پاکستان له بندخونو سلګونه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۶۳۸ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په دغې ډله کې کورنۍ، انفرادي وګړي او د طب پوهنځي یو شمېر زده‌کړیالان شامل وو، چې د استوګنیزو سندونو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او تر مختلفو مودو پورې بندیان وو.
د لېږد امریتونود راپورونو له مخې، ۵۱۸ تنه د تورخم او ۱۲۰تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.