په نورستان او ننګرهار کې تر دوو زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-


روانه اونۍ په نورستان او ننګرهار کې دوه زره او ۵۰ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره خوراکي، نغدي او کاري وسایلو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ له وړاندې د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د همکارو موسسو له لوري پېژندل شوې وې، چې د همکارو بنسټونو له لوري په نوروستان کې زرو کورنیو سره د ۵ قلمه خوراکي توکو او په ننګرهار کې له یو زر او ۵۰ کورنیو سره ۵ قلمه خوارکي توکو، د خیاطۍ او مبایل ترمیمولو وسایلو او د ۵ زره امریکايي ډالرو مرستې وشوې.
همدارنګه د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په بغلان کې ۲ کورنیو سره د څلورو خېمو، د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ۳۸۶ تنو سره د پېژندپاڼو اخيستلو په موخه ۲۸۰ زره او۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
دغه مرستې زیانمنو کسانو د ملاتړ او د راستنو شویو کډوالو د اقتصادي وضعیت ښه‌والي او ستونزو کمولو په موخه وشوې.