په ۳ ولایتونو کې نيږدې له ۳۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په پکتیا، ننګرهار او بغلان کې ۲۹۸ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دغه وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، په ننګرهار کې ۱۸۰ کورنیو سره د ۶ میلیونو ۶۹۰ زرو او ۶۰۰ افغانیو، په پکتیا کې له ۱۰۰ کورنیو سره د قربانۍ ۷۰۰ کیلو غوښې او په بغلان کې ۱۸ کورنیو سره د ۱۸ خېمو مرستې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزارت له ټولو همکارو او ملاتړو ملي او نړۍوالو بنسټونو، چې د خدمتونو او بشري مرستو وړاندې کولو کې یې برخه اخیستې، مننه کوي او د زیانمنو شویو کورنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه، د همغږۍ پر دوام ټينګار کوي.