په بلخ کې له راستنو شویو کورنیو د ملاتړ په موخه ولسي ناسته وشوه

anwari_morr

د روانې میاشتې پر ۲۱مه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، له تازه راستنو شویو کورنیو څخه د ملاتړ، مرستو جلبولو او راټولو په موخه، د بلخ د مهاجرینو چارو رییس پر مشرۍ د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ولسي ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو، سوداګرو او د دولتي ادارو استازو ګډون کړی و، د هجرت پر ارزښت، د نبوي سیرت په رڼا کې د مرستو او همکاریو او له راستنو شویو کورنيو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
د بلخ د مهاجرینو رییس مولوي اسدالله وفا کډوالو ته د مرستو راټولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمان ولوست او د مرستو راټولو لارو په اړه یې توضیح ورکړه.
په پای کې ګډونوالو د همکاریو پر دوام، خواخوږۍ او د راستنو شویو کورنیو پر هر اړخیز ملاتړ ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې له هغوی سره به د مرستو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.