ننګرهار او لغمان کې د مهاجرینو چارو نوي رییسان وپېژندل شول

anwari_morr
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري، د روانې میاشتې پر ۲۰مه، د ننګرهار او لغمان مهاجرینو چارو ریاستونو ته د رسمي مراسمو په لړ کې، نوي رییسان ور وپېژندل.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د مهاجرینو چارو پخوانی رییس ملا عزیز الرحمن سرحد د لغمان د مهاجرینو چارو د نوي رییس او د لغمان د مهاجرینو چارو پخوانی رییس غلام الرحمان بلال د ننګرهار د مهاجرینو چارو د نوي رییس په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري د چارو پر رښتینولۍ، امانت او اخلاص ټينګار وکړ او د دواړو ریاستونو له کارمندانو یې وغوښتل، چې له رییسانو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
نويو پېژندل شویو رییسانو ژمنه وکړه، چې خپلې دندې په غوره توګه ترسره کوي او کډوالو ته د خدمتونو په برخه کې به لا ډېرې هڅې کوي.