لغمان کې د نجونو یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

anwari_morr
-

نن د لغمان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ، د دغه ولایت مرکز په بدیع اباد سیمه کې د ۲۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو یو ښوونځی جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل.
دغه ښوونځی د راستنو شویو، بېځایه شویو او سیمې خلکو لپاره د زده‌کړو زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
د یاد ښوونځي د پرانېستلو په مراسمو کې د لغمان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام الرحمن بلال حقاني وویل: دغه ودانۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې ۱۲ درسي خونې، کمپیوټر خونه، د برېښنا سیسټم، لمریزه برېښنا، د اوبو رسولو شبکه، مېزونه، څوکۍ او لابراټوار لري.
د یادولو ده، چې په دې سره به د سلګونو نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي.