د بغلان د مهاجرینو سولې ښارګوټي کې د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې

anwari_morr
-

د وري په ۱۷مه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د مهاجرینو سولې ښارګوټي کې، د یاد ولایت مهاجرینو چارو رییس په شتون کې د یوه جومات د جوړېدو چارې پيل شوې.
د معلوماتو له مخې، دغه جومات د ځايي خلکو په ځانګړې توګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د زمان خېل کلي اوسېدونکو له لوري په یاد ښارګوټي کې د ۱۸ متره په اوږدوالي او ۱۸ متره سور سره د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.
د دغه جومات له جوړېدو سره به د سولې ښارګوټي اوسېدونکي په مناسب چاپېریال کې عبادت او نور دیني فعالیتونه ترسره کړای شي.