په ننګرهار کې نږدې ۵۰۰ کورنۍ له نغدي مرستو برخمنې شوې
د کب پر ۲۵ مه په ننګرهار کې، د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله ۴۹۰ بېځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ له نغدي مرستو برخمنې شوې.
په دغو مرستو کې، د ننګرهار د مهاجرینو ریاست تر اړمن پېژندلو وروسته د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د کار او کسب د پیاوړتیا په موخه ۳۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته، چې له نازیانو، ګوشتې، دوربابا ولسوالیو، له غورکي او تورخم سیمو څخه د مهمند درې ولسوالۍ اړوندو سیمو ته بېځایه شوې وې، هرې کورنۍ ته ۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ او همدارنګه له ۱۹۰ راستنو شویو کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۱۹ زره او ۱۲۰ افغانۍ ووېشل شوې.