په تورخم او سپین بولدک کې د راستنېدونکو مهاجرینو په کمپونو د پاکستان د ړندو بمباریو په اړه د مهاجرینو چارو وزارت اعلامیه

anwari_morr

د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد د جنایتونو پر دوام د پاکستان پوځي ریژیم په مسلسل ډول په تورخم کې د راستنېدونکو مهاجرینو پر عمري کمپ او په سپین بولدک کې پر انځرګي کمپ بریدونه کړي. د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر بې ګناه راستانه شوي مهاجرین، ښځې او ماشومان شهیدان او زخمیان شوي دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستاني لوري دغه جنایت په سختو ټکو غندي.
دغه ډول کړنې د نړۍوالو بشري اصولو او انساني ارزښتونو څرګند نقض دی او هېڅ ډول توجیه نه لري.
راستنېدونکي مهاجرین هغه ملکي وګړي دي، چې د تېرو جګړو او نا امنیو له امله مهاجر شوي، مګر اوس د پاکستان له لوري د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف په زوره او جبري ډول را شړل کېږي.
 په دغو مظلومو وګړو بریدونه نه یوازې اخلاقي او انساني جرم دی، بلکې د نړۍوالو قوانینو او د جګړې د اصولو هم خلاف عمل ګڼل کېږي.
مونږ له نړۍوالو هېوادونو، بشري او خيريه سازمانونو غواړو، چې د دا ډول جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په پاکستاني لوري غږ کوو، چې د ملکي وګړو پر وړاندې خپل مسوولیت وپېژني او له دا ډول ناوړه تاوتریخوالي لاس واخلي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت