د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د مهاجرینو د خدمت په موخه د دواړو لوریو په پلانونو او برنامو بحث او خبرې وشوې.
محترم راشد په سرحدونو او فرضي کرښو کې د مهاجرینو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې د اسلامي امارت پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارو بنسټونو د فعالیتونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نوموړي د مهاجرینو لپاره د موسسو پر لومړنیو مرستو تاکید وکړ.
ښاغلی راجر له دې لیدنې پر مننې سربېره د مهاجرینو ستونزو هواري لپاره د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړي له مهاجرینو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ، د هېواد په مختلفو برخو کې یې له میلیونونو انسانانو سره د مرستو خبر ورکړ او د مهاجرینو پر لومړنیو بشري اړتیاوو، د مرستو پر چټکتیا او روڼتیا یې ټینګار وکړ.
