د هېواد په ۳ ولایتونو کې تر ۳ زرو زیاتو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو لړۍ پیل شوه
د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، د سلواغې پر ۲۷مه، په کاپیسا، ارزګان او پروان کې ۳ زره او ۶۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، والیانو او نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د غنمو او نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.
په دغې لړۍ کې د عالیقدر امیرالمومنین د ځانګړې لار ښوونې پر بنسټ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې، له پاکستان او ایران څخه هرې راستنې شوې کورنۍ ته ۵ بوجۍ غنم او ۵ زره افغانۍ نغدې ورکول کېږي.
راستنو شویو له دغو مرستو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه مرستې به یې د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دې ته د ورته برنامو له پلي کولو څخه د اسلامي امارت بنسټیزه موخه له راستنو شویو کورنیو څخه ملاتړ، د هغوی اقتصادي ستونزې کمول او د ښه ژوند زمینه برابرول دي