د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ملي راډیو ټلوېزیون د عمومي رییس ښاغلي قاري یوسف احمدي په ملتیا د راستنو شویو له څو تنو استازو سره وکتل

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۲۰:۳۶

په دې ناسته کې، چې د کډوالو او راستنو شویو  ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي قاري یوسف احمدي د راستنو شویو د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو هڅې بې سارې وبللې او زیاته یې کړه، چې د رسنیو لخوا د عامه پوهاوي په پایله کې د اسلامي نظام تر څنګ ولس هم له راستنو شویو سره ګڼې مرستې کړې دي.
د ناستې پر دوام د راستنو شویو استازو خپل وړاندیزونه شریک کړل او د خپلو اړتیاوو په اړه یې محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د اړمنو لاس نیوی او ورسره همکاري د اسلامي امارت مسوولیت دی.
محترم وزیر یادونه وکړه، اسلامي امارت له راستنو شویو سره د ژمنیو مرستو لړۍ پیل کړې او راغلیو کسانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ به ورسره بېړنۍ مرستې هم وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته