په بغلان کې تر دوو زرو زیاتو کورنیو سره خوراکي او نغدي مرستي کېږي
د مرغومي په ۳۰مه د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، په بغلان کې ۲ زره او ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او نورو سمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
په دغو مرستو کې ۱۱ زره بورۍ غنم او ۱۱ میلیونه افغانۍ شاملې دي، چې په نیږدې ورځو کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ هرې کورنۍ ته ۵ بورۍ غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د راستنو شویو کورنیو لېسټ د مهاجرینو چارو وزارت له انلاین ډيټابیس سره سم او د هرې ولسوالۍ د راستنېدنې کچې ته په کتو ترتیب شوی او د وېش دغه لړۍ به د یادو وزارتونو د ټاکلي پلاوي تر څارنې لاندې بشپړه شي.