د پاکستان له بندخونو تر ۲۰۰ زیات بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۲۱ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت د راپور له مخې، یاد کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې په دغه امریت کې تر ثبت او بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلې سیمو ته ولېږدول شول.