اطلاعیه

sadam_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت د فاضلابو  تصفیې‌خانې د جوړښت او ساختماني پروژې قرارداد د ترست لاین ساختماني شرکت ته، چې د (۴۰۲۷۹)جواز نمبر لرونکی دی او د کابل ښار د تایمني پر درېیم سړک موقعیت لري، د (۴٬۵۰۵٬۹۵۴) افغانیو (څلور میلیونه پینځه سوه پینځه زره نهه سوه  او څلور پینځوس) په مجموعي بیه ورکړي.


هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چې په دې برخه کې هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول له دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته، چې د واصل‌آباد په سیمه کې د جنکلک فابریکې شاته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پینځوسمې مادې له احکامو سره سم وړاندې کړي.

دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري او تر هغې چې یاده شوې نېټه بشپړه او ورپسې قانوني مراحل تکمیل نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

موضوع: د وزارت د دفترونو لپاره د دفتري وسایلو: ایرکنډېشن، واټر کولر او یخچال د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

 

موضوع: د وزارت لپاره د ای ټي وسایلو، لکه: ډسکټاب کمپيوټر، لپټاب، پرنټر او د سرمیزي ټليفون د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۳
Background image

د داوطلبۍ اعلان

 

موضوع: د وزارت د برېښنايي حاضرۍ دستګاه او ټکنالوژي وسایلو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ  اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ب . . .

Back to tenders