د کډوالو چارو وزیر د بغلان د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۹
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او د پکتیکا ولایت د زېړوک له ولسوال سره ولیدل.
په دې ناسته کې د بورکې ولسوالۍ قومي مشرانو خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې ولسوالۍ کې یې د مهاجرینو د ستونزو حل لپاره د پراختیايي چارو د عملي کېدو غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز د کډوالو د هرکلي لپاره د اسلامي امارت له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په یاده سیمه کې دې د ښوونځيو، کلینیکونو او سړکونو رغولو ته پاملرنه ډېره شي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت د زېړوک ولسوالۍ ولسوال په دې ولایت کې د مهاجرینو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دې ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. هغه وویل، چې زېړوک یوه غرنۍ او زلزلو ځپلې سیمه ده، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له راغلیو مېلمنو د مننې تر څنګ وویل، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره به اساسي اقدامات وشي. هغه وویل، چې اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو حل او ورسره مرسته خپل لومړیتوب ګرځولی او ټولې ادارې به په پوره همغږۍ خپلې چارې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په لغمان کې سیند ته د کډوالو د موټر د لویدو په وروستۍ پيښه کې د شهیدانو او ټپيانو د کورنیو له سرپرستانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نقدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په ناسته کې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو د استازو او غړو سربـــېره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت مرستیال ملا امین جان عمري او د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د کوچیانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

بېرته خبرونه ته