د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا او خوست د ځینو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
راغلیو قومي مخورو او مشرانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له همکاریو په مننې وویل، چې د اسلامي امارت له لوري د ولس وړاندیزونه ته د رسېدنې له امله د خلکو ځینې ستونزې هوارې شوې دي او تمه کېږي، چې نورو نیمګړتیاوو ته هم رسېدنه وشي.
د ګیان، سپېرې، نکې، زېړوک او ارګون څخه راغلیو قومي مشرانو وویل، چې د اسلامي امارت مقام د دوی په سیمو کې د سړک وړاندیز منظور کړی، چې په رغېدو سره به یې د ولس ګڼې ستونزې حل شي.
دوی د خپلو وړاندیزونو شریکولو پر مهال راستنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي کلینیک او د اړتیا وړ وچو لرګیو د انتقال یادونه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو قومي مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست وویل او ولس ته خدمت یې خپل مسوولیت یاد کړ.
محترم وزیر د حکومت پراختیايي پلان ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د ولس وړاندیزونو او اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي او لرې نه ده، چې د ولس هرې ستونزې ته به رسېدنه کېږي.
محترم وزیر راغلو مشرانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د ولس غوښتنو ته د رسېدلو په موخه به هڅه کوي او د اړتیا په صورت کې به وړانديزونه د اسلامي امارت له مقام سره شریک کړي.
