هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د (IRC ) موسسې له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۸۱ بېځايه شوو کورنيوسره  نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د وږي په ۵مه  ۱۲۱ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۳۷۵۰ افغانۍ او ۶۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۴۷۵۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.