د عراق او پاکستان له بندخونو سلګونه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
په روانه اونۍ کې ۷۵۴ افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاست د کډوالو لېږد امریت د معلوماتو له مخې، ۷۲۵ تنه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې، چې د بند موده یې دوه میاشتې وه، خپل هېواد ته راستانه شول او همدارنګه ۲۹ تنه د نیمروز له لارې، چې په عراق کې له ۵ تر ۹ میاشتو پورې بندیان و، له بند خونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
یاد کډوال د سپین بولدک او نیمروز د کډوال لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو له لوري د بشری مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته ولېږدول شول.