په روانه اوونۍ کې سلګونه کورنیو سره په یو شمېر ولایتونو کې مرسته وشوه.

anwari_morr
ټولټال ۸۵۴ بې‌ځایه شوې،راستنې شوې او اړمنې کورنۍ د کابل، پروان، بغلان، لغمان، جوزجان، پکتیکا، خوست، بادغیس، ننګرهار، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې.
د راپور له مخې:
په کابل کې ۱۴۱ کورنیو ته ۷ قلمه خوراکي توکي ورکړل شول.
په خوست کې ۲۳ کورنیو ته ۳۰۲ زره افغانۍ.
په پروان کې ۱۹ کورنیو ته ۲۵۳ زره افغانۍ.
په لغمان کې ۱۲۳ کورنیو ته ۷۷۹ زره او ۲۵۰ افغانۍ.
په پکتیکا کې ۲۲ کورنیو ته ۲۸۵ زره افغانۍ.
په بادغیس کې ۲۸۳ کورنیو ته ۹ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۴۲۲ افغانۍ.
په ننګرهار کې ۱۰۵ کورنیو ته یو میلیونه او ۴۷۰ زره افغانۍ.
په بغلان کې ۶۳ کورنیو ته یو میلیونه او ۲۲۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ.
په جوزجان کې ۲۷ کورنیو ته ۴۴۵ زره افغانۍ.
په سرپل کې ۱۰ کورنیو ته ۳۳۵ زره او ۸۶۰ افغانۍ.
په میدان وردګو کې ۳۸ کورنیو ته ۳۸۰ زره افغانۍ مرستې د وزارت د همکارو مؤسسو له لوري تر پېژندنې وروسته ووېشل شوې.
په يوه بل خبر کې ویل شوي چې ۸۰۸ راستنو شویو او بې‌ځایه شویو کسانو ته په کابل، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د مدني اسنادو د تر لاسه کولو او د وړو کاروبارونو د رامنځته کولو لپاره د وزارت د همکارو مؤسسو له لوري ۲ میلیونه او ۷۹ زره او ۸۷۰ افغانۍ نغدې مرستې ووېشل شوې.